امريکا د چین د تایوان د سولې او ثبات تر ټولو لویه ویجاړونکې ده
CMG2022/02/09 14:53:32
شريکول:

 

امریکې د فبرورۍ په ۷مه نېټه پرېکړه کړې، چې د چین پر تایوان به د سلو میلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري.

 دا د بایډن حکومت تر لوړې وروسته دوهم ځل دی، چې امريکا پر تایوان وسلې پلوري.

واشنګټن په دغې کړنې سره یو ځل بيا له هغې ژمنې سرغړونه کوي، چې د تایوان له استقلالیت څخه به ملاتړ نه کوي، خو مخکې يې هم څو څو ځلې د تایوان مسئلې له لارې د چین په کورنيو چارو کې لاسوهنې کړې دي.

د امريکې یو لړ کړنې ښيي، چې دغه هيواد د تایوان تنګي د سولې او ثبات تر ټولو لوی ویجاړونکی دی.

 امریکا دا پلمه مخ ته کړې، چې پر تایوان يې د وسلو د پلور پرېکړه د امريکې او تایوان د اړیکو د قانون پر بنسټ کړې ده او موخه يې دا ښودلې، چې له دې لارې غواړي، په سیمه کې د ممکنو ګواښونو مخه ونيسي، خو دغه پلمه يې بيخي بې ځایه ده.

امريکا له چين سره په درېيو اعلاميو کې دا منلې، چې په نړۍ کې د چين په نوم یو هيواد رسميت لري او تایوان د چین یوه برخه ده.

د تایوان تنګي د وضعیت د بیا ترینګلتیا سبب دا دی، چې د تایوان سیمه ييز چارواکي غواړي، د استقلالیت او خپلواکۍ لپاره د امريکې ملاتړ تر لاسه کړي او امريکا بیا غواړي، د تایوان مسئلې په کارونې د چین د پرمختګ مخه ونيسي.

 واشنګټن هم ښه پوهېږي، چې د تایوان مسئله د چین او امريکې په اړیکو کې تر ټولو مهمه او حساسه موضع ده، خو چین بیا هم له امريکې څخه غوښتنه کوي، چې د یو چین د پېژندنې اصل ته درناوی وکړي او پر تایوان د وسلو د پلور پلان دې لغوه کړي، که نه، چین به مجبور شي، چې د خپلو قانوني حقونو او ملي او امنيتي ګټو د ساتلو لپاره قوي تدبيرونه ونيسي. (هيله)