د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماشومانو
خونديتوب او روغتونونو ټولنې د فبرورۍ په ۷مه نېټه د يوه تازه راپور په خپرولو سره
ويلي، چې په دغه هيواد کې د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې، څه باندې ۱۲ ميليونه
ماشومان پر يادې وبا اخته شوي دي.
له دې راپور سره سم، د کرونا نوې بڼه اوميکرون
(Omicron) د سږ کال له پيل راهيسې په امريکا کې په خپرېدو دی او له امله يې پر دغې
وبا د امريکايي ماشومانو د اخته کېدو څپه هم رامنځته شوې ده.
ياد راپور وايي، چې
د سږ کال د جنورۍ له پيل راهيسې، کابو ۴ ميليونه او ۲ سوه زره امريکايي ماشومان پر
کرونا اخته شوي او يوازې په تيرو ۲ اوونيو کې له يو ميليون او ۴ سوو زرو زيات
امريکايي ماشومان پر يادې وبا اخته شوي دي. (شکريه)