امريکا په پام کې لري، چې پر تايوان د ۱۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو
په ارزښت وسلې وپلوري.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ
په ۸مه نېټه له امريکا څخه وغوښتل، چې خپل پلان ته بیا کتنه او ژر دې يې لغوه کړي
او پر تایوان د وسلو پلورلو او پوځي اړيکو ټينګولو هڅې دې نه کوي.
نوموړي پر دې
ټينګار وکړ، چې چين به د خپل ملي حاکميت او ملي ګټو د ساتلو لپاره د امريکا دغه
پلان ته سم غبرګون وښيي.
جاو لي جيان زياته کړه، چې د امريکا دغه کړنه د يو چين
د پېژندنې له اصل او د دواړو هېوادونو له درېيو ګډو اعلاميو څخه څرګنده او سخته
سرغړونه ده، چې د چين ملي حاکميت او ملي او امنيتي ګټو ته زيان رسولی او د دواړو
هېوادونو تر منځ اړیکې او د تايوان سمندري سيمې سوله او ثبات خرابولی شي او چين د
امريکا له دغه کړنې سره سخت مخالفت کوي. (شکریه)