د ايران د اتومي تړون د بيا اعاده کېدو د خبرو اترو کليدي پړاو پيل شو
CMG2022/02/09 11:43:57
شريکول:

د ايران د هر اړخيز اتومي تړون د بيا  اعاده کېدو په موخه د خبرو اترو ۸م پړاو د فبرورۍ په ۸مه نېټه پيل  شو.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطیب زاده  ويلي، چې هيواد يې له نړيوالې  ټولنې دوه غوښتنې لري، چې له مخې يې بايد پر ايران لګيدلي  بنديزونه پای ته ورسيږي او ګټو ته يې درناوی  وشي.

که امريکا رښتيا هم پر سیاسي پرېکړې باور او ښه اجنډا لري، نو ایران به  هم ورسره تعامل وښيي او يوه دايمي اتومي تړون ته به لاره هواره شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي،  چې امريکا تیاره ده، يو داسې پرېکړه ليک چې د  ټولو خواوو اصلي غوښتنې پکې په  پام کې نيول شوې وي، لاسلیک کړي، خو که په راتلونکو څو اونيو کې له ايران سره کومې هوکړې ته ونه رسيږي، نو  امريکا به بیا د ايران اتومي تړون کې ګډون ونه کړي.

په ويانا کې د م.م په مقر کې د چين دايمي استازي  وانګ چون وويل، چې چين د خبرو اترو له لارې د اوسنۍ مسئلې د حل و فصل لپاره د ايران له دريځ ملاتړ  کوي او په دې اړه يې ۴ وړانديزونه کړي:  

لومړی، اړوندې خواوې دې همکارۍ او د نظريو  تبادلې وساتي.

دوهم، ټولې خواوې  دې د خبرو اترو لپاره ښه فضا او د  اړتيا وړ شرايط برابر کړي.

درېيم، اړوند لوري دې  رښتيني اقدامات غوره  کړي.

څلورم، ټولې خواوې  دې  د چين عادلانه غوښتنې  په  پام کې ونيسي. (شکريه)