د عراق پوځ د داعش ۷ وسله وال وژلي
CMG2022/02/09 11:42:45
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق هوايي ځواکونو د فبرورۍ په  ۸مه نېټه په شمالي نينوي ولايت کې هوايي بريدونه کړي او د داعش  ۷ وسله وال يې وژلي  دي.

د عراق  ځواکونو د قومندانۍ وياند يحيی رسول د روانې مياشتې  په اتمه نېټه په يوې بيانيې کې  ويلي، چې هوايي ځواکونو د همدې ورځې په سهار د  استخباراتو ادارې په مرسته د نينوي ولايت په هاترا سيمې کې د  داعش وسله والو پر يوه پټنځي  هوايي بريدونه کړي او  ۷ داعشي وسله وال یې  وژلي دي. (شکريه)