د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا جان هاپکينز پوهنتون د فبرورۍ په ۸ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د امريکا پر وخت د روانې مياشتې د مازديګر تر ۵ بجو او ۲۱ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۰۰۲۴۴۰۳۱ ته رسېدلی او د دې ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۵۷۶۱۲۰۸ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په امريکا کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو او د مړو شويو کسانو شمېرې په نړۍ کې د نورو هېوادونو او سيمو په پرتله زياتې دي.
(مينه)