ایا د امريکايي لوبغاړو احساسات به سياستوال ويښ کړي؟
CMG2022/02/09 14:11:39
شريکول:

اوس په چين کې د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې روانې دي. دغه لوبې د فبرورۍ په ۴مه نېټه پرانيستل شوي او ښایسته او په زړه پورې پرانيستونکو مراسمو يې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړو او د رسنیو کارکوونکو ته ژوره خاطره وربښلې ده.

د امريکا د سکي وهلو لوبغاړې تیسه مورده د يادو مراسمو په شپه یوه ويډيو ثبت کړې، چې پکې يې د چټک اورګاډي په وسیله د چین دولتي سټوډیوم ته د تللو او په یادو پرانیستونکو مراسمو کې د هغې د ګډون بشپړ بهير ثبت کړی دی.

هغې پر ټولنيزو رسنيو يوه بله ويډيو هم خپره کړې او د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه پکې غږېدلې ده. نوموړې ويلي، چې کله د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانیستونکو مراسمو ته ورتلم، نو داوطلبانو راته (چين ته ښه راغلاست) نارې وهلې او له ډېرې خوښۍ به مې له سترګو اوښکې روانې وې.

د تیسه موردې په يادې خپرې شوې ويډيو کې ليدل کېږي، چې پر مخ يې د خوشحالۍ اوښکې روانې دي او د خپل لاس په ګوتو يې پاکوي او پر شونډو يې خوږه مسکا خوره ده.

د امريکې ځينو سياستوالو د بېجینګ د اولمپيک پر ژمنیو لوبو تل تورونه لګولي، خو د دغې ويډيو په کتلو سره به څه احساس ولري؟

امریکې په لومړيو کې ويلي وو، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنیو لوبو ته  به ډيپلوماتيک پلاوي و نه ليږي ، خو بیا يې وروسته خپله خبره بېرته واخېسته او يادو لوبو ته يې یو ۴۰ کسیز ډيپلوماتيک پلاوی ليږدلی. برسيره پر دې، د امريکا ۲۲۲ لوبغاړي په دغو لوبو کې برخه لري، چې  د المپيک د لوبو په تاريخ کې  د دغه هيواد د لوبغاړو دوهم لوی شمېر بلل کيږي.

ځينو امريکايي سياستوالو بیا دروغ جوړ کړي او ویلي يې دي، چې څار او نظارت يې د چين پر حکومت پسې تړلی او خپل پلاوي ته يې وړاندیز کړی، چې ټول لوبغاړی دې خپل موبایلفونونه او کمپیوټرونه نه کاروي.

د سالم عقل لرونکي خلک د دوی پر پروپاګنډ او درواغو یا تورونو باور نه لري. نړۍ وليدل، چې د امريکا لوبغاړو بېجینګ ته تر رسېدو وروسته د اولمپيک د ژمینو لوبو د چمتوالي او خدمتونو لوړه ستاینه کړې ده.

امريکايي لوبغاړې موسه بوريچې په يوې ويډيو کې د اولمپيک کلي کې د چپارکټونو په اړه غږېدلې او د خپلو مينوالو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.

هغې ويلي، چې زمونږ چپارکټونه ځيرک سیستم لري او پر مټ يې د کټ لوړوالی او ټيټوالی تنظميږي او انسان ته ډېر ښه احساس ورکوي.

امريکايي لوبغاړې داریان سټيونس بیا د کرونا وبا ضد د چین د مبارزې کارونه لوړ ستایلي او ويلي يې دي، چې چین د کرونا وبا ضد مبارزه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او ترې ښکاري، چې چینایان کلکه اراده او پیاوړی توان لري او د اولمپيک ژمنۍ لوبې به په برياليتوب او خونديتوب ترسره کړي.

امريکايي سیاستوال ښايي د بېجینګ اولمپيک ژمنیو لوبو په اړه د خپلو لوبغاړو څرګندونې خوښې نه کړي، خو دوی هغه واقعيتونه ويلي، چې په خپلو سترګو يې کتلي دي او مونږ ټول پوهيږو، چې واقعيتونه څوک نشي پټولی، ځکه د خبرو په نسبت ډېر پياوړي وي.
  د امريکايي لوبغاړو دغه واقعي څرګندونې پر چین د امريکايي سياستوالو تورونو او درواغو ته څرګند ځواب دی او دا تر ټولو ښه او مناسبه مبارزه ده.

 پروا نه کوي، چې د لوبغاړو يادې نظریې به د امريکايي سياستوالو له غوښتنو سره سمون لري او که نه، خو بې له شکه د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د نړیوالو له غوښتنې سره سمې روانې دي او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او احساساتو د ژورتیا لپاره ګټورې بلل شوې دي.

په چين کې اوس د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو بېلا بېلې سيالۍ روانې دي. چينايان هيله لري، چې د امريکايي لوبغاړو احساسات د امريکا سياستوال وېښ کړي او دغو لوبو ته په سم او عادلانه نظر وګوري.