پوتين : د روسيې او ناټو تر منځ کشاله چا ته ګټې نه رسوي
CMG2022/02/09 14:52:58
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر  له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۷مه نېټه په مسکو کې د  فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره له ليدنې وروسته په يوه خبري ناسته کې ويلي،  چې روسيه د اروپا ختيځ ته د ناټو له پراخېدو سره ټينګ مخالفت کوي او داسې کومه هيله نه لري، چې اوسني حالات نور هم پېچلي  شي.

نوموړي وویل، که د  روسيې او ناټو تر منځ کشاله رامنځته شي، دغه کشاله به کوم لوري ته ګټې ونه  رسوي.

هغه زياته کړې، چې د  ناټو د دروازې خلاصولو پاليسي له امنيتي اصولو څخه د امريکا او ځينو نورو هېوادونو  ناوړه استفاده ده او د روسيې سرحدي سيمې ته د ناټو پراخېدل په پر له پسې ډول روان  دي.

نوموړي پر روسيې هغه  لګيدلي تورونه، چې ګواکې پلان لري، پر اوکراين بريد وکړي، بې اساسه بللي دي.  (شکريه)