سوريه : اسرائيل د دمشق پر څنګلورو سيمو بريدونه کړي
CMG2022/02/09 14:54:05
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل ځواکونو پر  ځايي وخت د فېبرورۍ د ۹مې نېټې د شپې  په ۱۲ بجو او ۵۶ دقيقو د لبنان د  پلازمينې بيروت له جنوب ختيځ څخه د سوريې پر لور او په يوې بجې او ۱۰ دقيقو يې د دغه هېواد تر کنټرول لاندې له ګولان  لوړو څخه د دمشق پر څنګلور سيمو توغندي توغولي دي.  

د خبر له مخې، د سوريې د هوايي دفاع ضد سيستم ځينې توغندي په هوا کې  شنډ کړي دي.
سوريې تر اوسه د يادو توغنديو د ځاني او مالي زيانونو په اړه څه نه  دي ويلي. (شکريه)