د افغانستان د لنډمهالي حکومت د ټول ګټو وزارت وياند
حميدالله مصباح ويلي، چې د اوکراين د څو شرکتونو تخنيکي پلاوی کابل ته تللی او د
ياد وزارت له چارواکو سره يې په يو لړ پروژو خبرې کړې دي.
د مالوماتو له مخې،
اوکرايني شرکتونه ليوالتيا ښودلې، چې په افغانستان کې د پټلۍ جوړولو په برخه کې
پانګونه وکړي.
حميدالله مصباح ويلي، چې ياد اوکرايني پلاوي له افغان چارواکو سره
د مالونو د حمل و نقل، د انجينيرانو د روزلو، د پټليو د جوړونې او امنيت ساتنې په
اړه خبرې کړې دي، خو نوموړي نه دي ويلي، چې يادې پروژې به د افغانستان په کومو سیمو
کې پلې شي.
(شکريه)