ايران د ليرې واټن ويشتونکي توغندي د جوړېدو اعلان وکړ
CMG2022/02/10 10:54:53
شريکول:

د ايران اسلامي انقلاب ګارډ د فبرورۍ په ۹مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د بريالي کېدو د ۴۳مې کليزې د لمانځنې ورځې يعنې د فبرورۍ د ۱۱مې نېټې د رارسېدو په درشل کې، د اوږد واټن ويشتونکي توغندي څخه پرده پورته کړه. د مالوماتو له مخې دغه توغندی د اسلامي انقلاب ګارډ درېيم نسل ليری واټن ويشتونکی توغندی دی چې ۱۴۵۰ کيلومتر واټن وهلی شي. (شکريه)