د چين او نړۍ انترنيټ کاروونکو د بېجينګ د اولمپيک ژمينو لوبو د داوطلبانو خدمتونه ستایلي دي.
د مالوماتو له مخې، د اولمپيک ژمنيو لوبو
په درشل کې ۱۹۰۰۰ داوطلبان په خدمتونو بوخت دي، چې اکثره يې د پوهنتونونو محصلين دي
او د ۹۴ سلنه داوطلبانو عمرونه له ۳۵ کالونو ټيټ ښودل شوي دي.
دغه داوطلبان د
اولمپيک لوبو د سټوډيومونو د ادارې، ژباړې او مطبوعاتي چارو په شمول ۴۱ ډوله دندې
ترسره کوي.
۲۰۰ زره داوطلبان بیا د اولمپيک لوبو لپاره په ښارونو کې ترافيکي او
نورې چارې ترسره کوي.
(شکريه)