د لوبغاړې ګو ای لينګ د طلايي مډال تر شا د دوديز چيني طب رول
CMG2022/02/10 15:02:12
شريکول:

د چين مشهورې لوبغاړې ګو ای لينګ د فبرورۍ په اتمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د ازادې سکي د ټوپ وهنې په ښځينه پايلوبه کې د سرو زرو مډال وګاټه او دا د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د چين د ښځينه لوبغاړو لومړی طلايي مډال دی.

د لوبغاړو پر فطري استعداد، سختو او نه ستومانه کېدونکو تمرينونو او د خوراکونو د علمي او مناسب ترتيب بر سېره، د ټپونو او ناروغيو د مخنيوي او تداوۍ په شمول طبي خدمتونه هم د لوبغاړو په برياليتوبونو کې ډېر مهم رول لري.

  لوبغاړې ګو ای لينګ طلايي مډال ګټلی او د چين د ژمنيو لوبو په تاريخ کې يې نوې پاڼه پرانيستلې او په دغه بهير کې يې د دوديز چيني طب د هډوکو پروفيسورانو او ډاکټرانو ملاتړ تر لاسه کړی دی.

ګو ای لينګ په ۲۰۱۹م کال کې د تمرين پر مهال  ټپي او په ملا کې يې سخت درد پيدا شوی و. د چين د هه نان ولايت د دوديز چيني طب روغتون د هډوکو ډاکټر دونګ ليانګ جيه د دوديزې مښنې يا مساج او تداوۍ له لارې د ګو ای لينګ د ملا درملنه وکړه او دغې تداوۍ پر ګو ای لينګ ډېر اغېز کړی او هغه يې حيرانه کړې ده.

ډاکټر دونګ ليانګ جيه د چين د سپورټ ملي ادارې له خوا د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو  لپاره د چيني لوبډلې د ډاکټرانو په ډلې کې شامل شوی او د چيني لوبغاړو لپاره يې خدمتونه کړي دي.

د سه چوان ولايت د هډوکو روغتون ډاکټر جو وې جيانګ، چې د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو  لپاره د چيني لوبډلې ډاکټر هم دی، د دغو لوبو د چمتوالي په موده کې د ګو ای لينګ لپاره طبي خدمتونه کړي او په مسابقو او روزنو کې يې د ګو ای لينګ د ټپي کېدو امکاناتو د کمولو لپاره د نوموړې د ټپونو د مخنيوي تدبيرونه وړاندې کړي، چې دغه کار د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د ګون ای لينګ د ښه وضعيت لپاره ښه بنسټ برابر کړی دی.