په چين کې به د مراکش تړون نافذ شي
CMG2022/02/10 11:54:18
شريکول:

د چين دولت د پوهنې ملکيت حق نړیوال سازمان ته د مراکش تړون منظورنامه وړاندې کړې، چې له مخې به يې تر درېیو مياشتو وروسته په چين کې رسماً نافذ شي.

د پوهنې ملکيت حق نړیوال سازمان د ۲۰۱۳م کال د جون په ۲۷ مه نېټه د موروکو په مراکش کې يوه ډيپلوماتيکه غونډه راوبلله او د ړاندو د لوست مراکش تړون يې پکې تصويب او د ۲۰۱۶م کال د سپتمبر په ۳۰ مه نېټه يې رسماً نافذ کړ.

 دغه تړون په نړۍ کې د کاپي رايټ په برخه کې د بشري حقونو لومړنی تړون بلل کيږي او هدف يې د ړاندو او هغو نورو کسانو ته چې کم ليد لري او يا د سترګو پر ناروغيو اخته دي، د کتابونو په ګډون د چاپ توکو د لوستلو او اوريدلو لپاره اسانتياوې برابروي.

 د چين دولت ياد تړون همغه وخت لاسليک کړی او اوس يې په خپل هېواد کې د نافذېدو جواز د پوهنې ملکيت حق نړیوال سازمان ته وړاندې کړی دی.

د رسمي شمېرنې له مخې، په نړۍ کې د ړاندو او هغو کسانو شمېر، چې د سترګو کم ليد او يا پر ناروغيو يې اخته دي، له ۳۰۰ميلیونو اوښتی او له دې جملې څخه شاوخوا ۱۷ ميليونه کسان په چين کې دي.  ړانده هم ليواله دي، چې د نورو عادي او روغو خلکو په شان ښکلي اثار ولولي، مالومات ترې واخلي او خپله پوهه زياته کړي.

د ختيځ چين د سياست او قوانينو پوهنتون پروفیسور وانګ چيان د چيني استازي په توګه د مراکش تړون د لاسليکولو په کنفرانس کې هم ګډون کړی و او له اوږدې مودې راهيسې ياد تړون مطالعه کوي.

 هغه وايي، په چين کې به د دغه تړون په نافذېدو  سره ۱۷ ميليونو ړاندو کسانو ته د کتابونو لوستلو او د فلمونو کتلو په برخه کې اسانتياوې او مرستې برابرې شي او ړانده کسان به هم له دې ښکلۍ نړۍ خوندونه واخلي. نوموړي وويل:

((مراکش تړون په نړيوالو تړونونو کې د کاپي رايټ لومړی تړون دی، چې بشري حقونو پورې تړاو لري. دغه تړون د زده کړو او کلتوري فعاليتونو په برخو کې د ړاندو کسانو د برخمنېدو اړتياوې پوره کوي. د دې تړون په لاسليک کوونکو هېوادونو کې ټاکلي ارګانونه کولی شي، چې چاپ شوي کتابونه او فلمونه د کاپي رايټ له جواز پرته د ړاندو کسانو لپاره په ځانګړو بڼو بيا چاپ کړي، څو دوی هم د کتابونو له لوستلو او د فلمونو له کتلو خوند واخلي.))

وانګ چيان وايي، د چين حکومت د ړاندو حقوقو ته په درنه سترګه ګوري او په خپل هېواد کې يې د مراکش تړون د تطبيق لپاره ډېرې هڅې کړې دي.  د بېلګې په توګه چين له ۲۰۱۳م کال وروسته د اثارو د ملکيت حق قانون تعديل کړی او اوس د اړوندو نورو قواعدو په تعديل هم بوخت دی او په هېواد کې دننه د مراکش تړون د تطبيق لپاره چمتوالی نيسي.

وانګ چیان همدارنګه زياته کړه، په چين کې د مراکش تړون له تطبيق وروسته به په نورو هېوادونو په تېره بيا مخ پر ودې هېوادونو کې هم هغه کسان چې په چيني ژبه خبرې کولی شي، خو د لوست ستونزې لري، په ډېرې ټيټې بيې ان په وړيا ډول ځانګړي کتابونه  ولولي او خاص فلمونه وګوري.