د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هنګرۍ
خارجه وزير پيټر سزيجارتو د فبرورۍ په ۹مه نېټه ويلي، چې د چين کرونا ضد واکسين
ډاډمن او اغېزمن دی.
نوموړي په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو او روغتيا وزيرانو په غونډې کې له ګډون مخکې په ټولنيزو رسنيو کې د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې دا څرګند حقيقت دی، چې په هنګرۍ کې کارول شوی د چين جوړ واکسين ډاډمن او ښه اغېزه لري. نوموړي ويلي، چې اړوند نړيوال سازمانونه دې د چين جوړ واکسين ته سياسي رنګ نه ورکوي او مسلکي پرېکړه دې يې وکړي. (شکريه)