د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پرانيستونکو مراسمو ځلاند ټکي
CMG2022/02/10 09:14:41
شريکول:

(د سينهوا اژانس له خوا برابر شوی عکس )

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکي مراسم د فبرورۍ د ۴مې نېټې په شپه تر سره شول. زياتو بهرنيو خبري رسنيو د دغو مراسمو په اړه خبرونه خپاره کړي او د لوړې ټکنالوژۍ او د چين د جذاب کلتور ستاينې يې کړې دي.

 راځئ! د دغو مراسمو ځلاند ټکي ولولئ

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکو مراسمو نړيوالو ته د يووالي پيغام ورکړ

د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو لوبډلې د ښايسته سندرو په زمزمه کولو سره د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکو مراسمو ځای ته ننوتلې او په پای کې د ټولو لوبډلو نومونه د يو لوی واورين ګل په بڼه جوړ شول، چې دا د اولمپيک د اصلي مشال د دريځ يوه برخه وه. دغه ښکلي انځور نړيوالو ته دا پیغام ورکړ، چې نړۍ يو کلی دی او انسانان د ګډ برخليک په يوې ګډې ټولنې کې اوسیږي. دا د اولمپيک په تاريخ کې لومړی ځل و، چې د اصلي مشال په دريځ کې د ټولو ګډونوالو لوبډلو نومونه ښکاره شول.

د مراکش مشر دويم البيرت هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و او د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره يې په کتنه کې د دغو مراسمو د برياليتوب په مناسبت نوموړي ته مبارکي وويله او ويې ويل، چې ټولې نړۍ د سولې او يووالې د غوښتلو لپاره د چين څرګند او قوي پيغام واورېده او نړۍ هم همدغه غږ ته په تمه وه.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د زرغون چاپيريال ساتنې مفکوره په ډاګه شوه

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکو مراسمو کې د اصلي مشال له بلولو پرته د مشال ليږدونې د مراسمو وروستی مشال د اصلي مشال په توګه ځای پر ځای شو، چې دا کار د اولمپيک لوبو په تاريخ کې بې ساری و او نړۍ ته يې پوره زرغونه مفکوره وړاندې کړه.

په دغو مراسمو کې د اورلوبو اندازه د ۲۰۰۸م کال د بېجينګ د اولمپيک دوبنيو لوبو په مراسمو کې د اورلوبو له ۱۰ سلنې څخه هم کمه وه.

د مراسمو عمومي ډايرکټر جانګ يي ماو وويل، چې دا د اولمپيک لوبو په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې د اصلي مشال د بلولو پر ځای د لاس کوچنی مشال هم د اصلي مشال په بڼه کارول کيږي. دغه مشال نړيوالو ته د بېجينګ د زرغون اولمپيک مفکوره په ډاګه کړې او د اولمپيک لوبو په تاريخ کې نوښت بلل کيږي.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې لوړه ټکنالوژي وکارول شوه

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکو مراسمو کې د سټوډيوم پر تل ۴۰ زره (LED) پردې ځای پر ځای شوې وې، چې عمومي مساحت يې ۱۱ زره متره مربع و او د ګينيس نړيوالو ريکارډونو په کتاب کې يې هم نوم ثبت شو. د يادولو وړ خبره دا ده، چې دغه ټولې پردې د چين له خوا طرحه او جوړې شوې دي.

د مراسمو د تر سره کېدو پر مهال د بېجينګ ښار په ۱۶ ځايونو کې د سړکونو پر غاړو د 8K  پردې ځړېدلې وې او په ژوندې بڼه پرې ياد مراسم خپرېدل. دا په نړۍ کې لومړی ځل و، چې د اولمپيک لوبو پرانيستونکي مراسم د 8K ټکنالوژۍ له لارې په ژوندې بڼه خپاره شول. دغه پردې به د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو په زړه پورې مسابقې هم په ژوندې بڼه خپرې کړي.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د (( يو ځای د ګډ راتلونکي په لور)) پيغام په ډاګه شو

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکو مراسمو کې د (( راتلونکي اتل)) په نوم يوه لنډه ويډيو خپره شوه. په دغې ويډيو کې ښکاري، چې کوچني ماشومان په يخ او واورو کې لوبې کوي او دا پیغام ورکوي، چې په چين کې مخ پر زياتېدونکي وګړي په ژمنيو لوبو کې ګډون کوي او له همدغو ماشومانو څخه به د راتلونکي قهرمانان جوړيږي.

په يادو مراسمو کې څه باندې ۴۰ چيني ماشومانو په يوناني ژبه د اولمپيک سپېڅلې سندره وويله. دغه ماشومان د هه بې ولايت د فو پينګ کليوالو سيمو اوسيدونکي وو او دغه ځایونه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کوربه ځايونو بېجينګ او جانګ جيا کو ته نژدې دي. د دوی دغې سندرې نړۍ او راتلونکي ته د چيني ځوانانو او ماشومانو د غېږې پرانېستلو پيغام ورکړ.


(ياسمين؛ د چين نړيوالې راډيو خبرياله)