چين : نړيواله ټولنه دې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ تهديدونه تر نظر لاندې وساتي
CMG2022/02/10 14:52:19
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د فبرورۍ په ۹مه نېټه له امنيت شورا او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ تهديدونه تر غوره لاندې ونيسي او د دغې ډلې او داعش تر منځ اړيکې دې پرې او مخنيوی دې يې وکړي.

جانګ جون په همدې ورځ نړيوالې سولې او امنيت ته د ترهګريزو پېښو د تهديد په اړه د امنيت شوره په يوې علنۍ غونډې کې وويل، چې داعش د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ جذب کړي او چين په دې اړه ډېره اندېښنه لري. د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ د امنيت شورا د ۱۲۶۷مې کميټې له خوا ترهګريزو ډلو کې حساب شوي او د چين په شينجيانګ کې يې څو ځلې ترهګريزې پښې تر سره کړي او ګڼو خلکو ته يې مرګژوبله اړولې ده. په دې وروستيو کلونو کې، دغې ډلې په منځنۍ اسيا، جنوبي اسيا او منځني ختيځ کې بيا نفوذ پيدا کړی دی، له اړوندو راپورونو سره سم، په سوريه کې د دغې ډلې له ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې غړي شتون لري، دوی نه يوازې په ځايي ترهګريزو پېښو کې لاس لري، بلکې د بهرنيو ترهګرو روزنه هم کوي او بيا يې د منځنۍ اسيا هېوادونو او چين ته لېږي. چين له امنيت شورا او نړيوالې ټولنې غوښتنه لري، چې د دغې ترهګريزې ډلې ګواښ تر نظر لاندې وساتي. (شکريه)