د فلسطین فتح ډلې له اسرائيل سره ټولې هوکړې وځنډولې
CMG2022/02/10 10:56:10
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطین د فتح ډلې مرکزي کمېټې د فبرورۍ په ۹مه نېټه تر ۳۱مې غونډې وروسته د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې اسرائيل د فلسطیني خاورې پر نیولو بوخت دی او د دواړو خواوو ترمنځ له شته تړونونو څخه  دوامدارې سرغړونې کوي، نو د فتح ډلې مرکزي کمېټې پرېکړه کړې چې له اسرائيل سره په ټولو هوکړو کې د دې ډلې او د فلسطین د واکمنو ارګانونو دندې وځنډوي. (هيله)