د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د فبرورۍ په ۹مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، واقعیتونه او څېړنې ښيي، چې د چین اقتصاد پوره حیاتي ځواک لري او د ګردې نړۍ د توليد او عرضې ځنځيرونو د ثبات او د نړیوال اقتصاد احیا د هڅولو لپاره يې فعال رول لوبولی دی.
شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۱م کال کې د چین نړیوالې سوداګرۍ ډېر زیاتوالی موندلی دی. چین په نړۍ کې د توکو د مصرف دوهم لوی بازار ګرځېدلی او د معاملو عمومي ارزښت يې په تېرو مسلسلو ۵ کلونو کې د نړۍ لومړی مقام خپل کړی او د راجلب شویو بهرنیو پانګو اندازې يې په نړۍ کې دوهم ځای ساتلی دی. (هيله)