شي جين پينګ د ترکيې له ولسمشر اردوغان سره په تليفوني خبرو کې خواخوږي وښوده
CMG2022/02/10 14:59:22
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټلیفوني خبرو کې پر کرونا وبا د اردوغان او د ده د مېرمنې د اخته کېدو په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، چې هغه او د ده مېرمن پنګ لي يوان هیله من دي، چې د ترکيې ولسمشر اردوغان او د هغه مېرمن امينه اردوغان کرونا ته ماتې او ښه روغتيا ترلاسه کړي او چين د کرونا وبا ضد د ترکيې له مبارزې څخه ملاتړ کوي.
شي جين پينګ زیاته کړې، چې چین له ترکيې سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له اردوغان سره د چین او ترکيې ترمنځ د ستراتيژيکو اړیکو د لا ټينګښت لپاره ګډې هڅې وکړي. (هيله)