په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۴۰۰ میلیونو څخه واوښت
CMG2022/02/11 11:07:49
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې، په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۴۰۰ میلیونو څخه اوښتی او د دغې وبا له امله د مړينې شمېر له ۵ میلیونو، ۷۷۰ زرو څخه زیات شوی دی. 

راپور ښيي، چې په امريکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۶ میلیونه او ۴۴۰ زرو، او د دغې وبا له امله د مړينې شمېر پکې ۹۰۲ زرو نه اوشتی دی، دغه دواړه شمېرې په جلا جلا توګه د نورو هېوادونو په نسبت ډېرې زیاتې دي. (هيله)