بلومبرګ اژنس په دې وروستيو کې يوه مقاله خپره کړې، چې عنوان يې دی (( ولې ګرده نړۍ د کرونا وبا د صفر پېښې په پار د چين جدي تګلارې ته اړتيا لري)).
په دغه مقاله کې ليکل شوي، چې په تېرو دوو کلونو کې د کرونا وبا د کنټرول او مخنيوي لپاره د لارو د تړلو لنډمهالې تګلارې د توليدي صنايعو او وارداتو او صادراتو د بندولو معنا نلري. که د چين د دې تګلارې موده نوره هم وغزيږي، چې د کرونا د شته پېښې شمېر صفر ته ټيټوي، د نړۍ نورې سيمې به هم ترې لا زياتې ګټې واخلي.