د روسيې او قزاقستان ولسمشرانو د ذات البيني اړيکو په شمول د ځينو مسئلو په هکله خبرې کړي
CMG2022/02/11 11:10:17
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په لسمه نېټه په مسکو کې د قزاقستان له ولسمشر قاسيم جوماروت توکايف سره خبرې اترې کړې دي. دواړو خواوو د ذات البيني اړيکو د پرمختګ، په نظامي چارو او تېکنالوژيو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو او د تاودو نړيوالو مسئلو په هکله خبرې کړې دي.

د روسيې د ولسمشرۍ ويبپاڼې د خبر له مخې، پوتين په قزاقستان کې د تېرې جنورۍ د ګډوډيو پيښو د يادونې په وخت کې وويل، چې د ولسمشر توکايف د ټينګ دريځ، د روسيې او د ډله ايز امنيت تړون د لاسليکوونکو هېوادونو تر ټينګ ملاتړ لاندې دغه هېواد په لنډ وخت کې خپل حالات کنټرول او قوانين او نظام ، سوله او ارامتيا يې بيا اعاده کړې دي. د قزاقستان ولسونو د خپلو مسئلو حلولو په برخې کې د هېواد له مشرتابه څخه ټينګ ملاتړ کړی دی.