امنيت شورا د بورکينافاسو د ولسمشر د خوشي کولو غوښتنه وکړه
CMG2022/02/11 10:58:33
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، ملګرو ملتونو د فبرورۍ په ۹مه نېټه د يوې بيانيې په خپرولو سره د بورکينافاسو د حکومت د بدلون په اړه اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه يې کړې، چې د دغه هېواد ولسمشر کريستيان کابوري بايد خوشي او د نورو حکومتي چارواکو امنيت وساتل شي.

د لوېديځې افريقا د هېوادونو اقتصادي ټولنې او افريقا ليګ په دې وروستيو کې د بورکينافاسو د غړي هېواد هویت ځنډولی او تمه يې ښودلې، چې په دغه هېواد کې له اساسي قانون سره سم نظام بيا اعاده شي.
د امنيت شورا غړو هېوادونو په خپلې بيانيې کې د لوېديځې افريقا د هېوادونو اقتصادي ټولنې او افريقا ليګ له دغې پرېکړې ملاتړ څرګند کړی دی. (شکريه)