د امريکا په اړه د ولاديمیر پوتين خبرې په حقيقت بدل شوې؟
CMG2022/02/11 11:09:34
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديميرپوتين د ۲۰۰۷ کال د فبرورۍ په لسمه نېټه د امنيتي چارو په اړه د مونيخ په غونډه کې نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی و، چې د امريکا نامسئولانه تګلارې به ثبات خراب کړي او د جګړې د رامنځته کولو خطرونو به وزيږوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د يادو معلوماتو په اړه يوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې په چين کې يو متل وايي: څه چې کرې، هغه به رېبې.

چين هيله لري، چې اړوندې خواوې د سړې جګړې نظريې او ايډيالوژۍ پريږدي او د نړيوالې سولې او سيمه ايز امنيت او ثبات لپاره ګټورې چارې تر سره کړي او د ځان او نورو هېوادونو لپاره مسئلې جوړې نه کړي.