د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د چين د یخ او واورو صنعتونو ته چټک پرمختګ ورکړی
CMG2022/02/11 16:05:14
شريکول:

د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو بېلا بېلې مسابقې د بېجينګ او جانګ جيا کو په لوبغالو کې منظمې روانې دي. د لوبغالو په بهر د ژمنيو لوبو په اړه د چينايانو شوق او زوق ډېر هڅول شوی او د چين په بېلا بېلو سيمو کې د يخ او واورو کلتور او اقتصاد سمسوری شوی او د ژمنيو لوبو صنعتونه پکې د پرمختګ طلايي مرحلې ته داخل شوي دي.

د شمېرنې له مخې، د تېر کال له ډسمبر راپدېخوا د چين د سکي وهلو د ټکټونو د خرڅلاو اندازه د تېر کال په پرتله ۸۶ سلنه زياته شوې او د نوي کال په پيل کې د یخمالک بوټانو، د سکي جامو او سنوبورډونو په شمول د يخمالک او سکي وهلو سامان الات ډېر پلورل شوي دي، په تيره بيا د پسرلني اختر په موده کې د ژمنيو لوبو د سپورټي سامان الاتو او تجهيزاتو د خرڅلاو ارزښت له يو تر دريو ځلو زياتوالی ښيي.

په چين کې د يخ او واورو لوبو د بېلا بېلو سيلانيزو چارو د پرمختګ له امله د ژمي سيلانيز بازار هم سمسور شوی دی.

(( د چين د ۲۰۲۲م کال د يخ او واورو د سيلانيز پرمختګ راپور)) اټکل کړی، چې له ۲۰۲۱م کال څخه د ۲۰۲۲م کال تر ژمي پورې د چين د يخ او واورو سيلانيز عايدات ښايي له ۳۲۰ ميلياردو يوانو نه زيات شي.

(( د چين د ۲۰۲۱م کال د يخ او واورو د صنعتونو د پرمختګ څيړنيز راپور ))  ښيي، چې له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د چين د يخ او واورو د صنعتونو اندازه له ۲۷۰ ميليارډو يوانو څخه ۶۰۰ ميلياردو يوانو ته پورته شوې او اټکل يې کړی، چې په ۲۰۲۵م کال کې به دا اندازه زرو ميليارډو يوانو ته ورسيږي.