د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ليبيا
ملي کانګرېس د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه د رايګيرۍ له لارې فاسي باشاګا د عبدالحميد
دبېبا پر ځای د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
د ملي کانګرس وياند په همدې ورځ په ويبپاڼې ياد خبر ورکړی دی..
دبېبا د روانې مياشتې په اتمه نېټه ويلي و، چې د ده په مشرۍ د ملي يووالي حکومت به تر راتلونکو ټاکنو پورې خپلو کارونو ته دوام وکړي. (شکريه)