د امريکا د ۲۰۲۲م کال د سيالۍ مسوده که د بادارۍ هڅه؟
CMG2022/02/11 14:10:14
شريکول:

د امريکا استازو جرګې په دې وروستيو ورځو کې تش په نوم د امريکا د ۲۰۲۲م کال د سيالۍ مسوده تصويب کړې او ويلي يې دي، چې د توکو د توليد، نوښت او اقتصادي ځواک په برخو کې به د امريکا مخکښ مقام وساتي او تضمين به یې کړي.

 په دغې مسودې کې د چين په اړه ډېرې خبرې يادې شوي، چې د انديښنې وړ دي.

د بېلګې په توګه امريکا په دغې مسودې کې د پرمختګ او د کورنيو او بهرنيو تګلارو په برخو کې پر چين تورونه لګولي او د تايوان، هانکانګ او شي ځانګ مسئلو په پلمه يې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې ده. د امريکې له دې مسودې څخه ښکاري، چې دغه هيواد د سيالۍ په پلمه د چين د پرمختګ مخنیوی غواړي او د سړې جګړې افکار غوره کوي.

په حقیقت کې ياده مسوده د امريکا د بادارۍ بله هڅه ده.

امريکا په دغې مسودې کې اعلان کړی، چې د چيپ)(chipد پرمختګ لپاره به پانګه زياته کړي او د سمي کنډکټر(Semiconductor) چارو د پراخوالي د ملاتړ لپاره به ۵۲ ميليارډه امريکايي ډالره ولګوي. سربېره پردې امريکا به د دې هېواد د عرضې ځنځيرونو او د توليدي چارو د پياوړتيا لپاره ۴۵ ميليارډه امريکايي ډالره پانګونه وکړي.

 امريکا په دغې مسودې کې چين د ستراتيژيک سيال په توګه بللی دی.

امريکا غواړي، چې د علمي څېړنو او نوښت له ملګرو هېوادونو سره د اړيکو له لارې او هم په اقتصادي او ديپلوماتيکو لارو چارو په نړۍ کې خپل د سيالۍ توان او رهبرۍ مقام تضمين کړي.

دا يو عادي کار دی، چې امريکا د سيالۍ توان د پياوړتيا لپاره ځيني تدبيرونه نيسي، خو امريکا نه شي کولی، چې د سيالۍ په پلمه د چين د نوښت او پرمختګ مخه ونیسي او یا د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او ګټو ته يې زيانونه ورسوي.

 ياده مسوده درې زره پاڼې لري، خو د چين د مخنيوي په برخه کې يې ډېرې سياسي لايحې پکې ځای کړې دي. دغه مسوده دا په ډاګه کوي، چې د امريکا ځيني سياستوال په نړۍ کې د خپلې بادارۍ تګلارې غواړي.

 په دغې مسودې کې د امريکا او تايوان ترمنځ اړيکې هم تائيد شوي او په دې سره يې د يو چين د پېژندلو له اصولو او د چين او امريکا له درېیو اعلاميو څخه څرګنده سرغړونه کړې او دا ترې ښکاري، چې ځيني امريکايي سياستوال غواړي، چې د تايوان مسئلې په پلمه د چين د مخنيوي لپاره سياسي لوبه پيل کړي.

که څه هم امريکايي سياستوالو د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره ياده مسوده تصويب کړې، خو صنعتګر بیا پر دې مسودې شکونه لري.  

 څېړونکي وايي، چې امريکايي سياستوال ناسمې لارې چارې کاروي.

د هاډسن څيړنيز انسټيټيوټ لوړ پوړي کارپوه کلاک ويلي، چې امريکايي حکومت له ډېرې مودې راهیسې پیسې لګوي، خو ستونزې نه شي لرې کولی. یعنې په دې مانا چې پیسې يې نه دي لګولي او همدا مسوده يې هم یوه څرګنده بېلګه ده.

 د هېوادونو ترمنځ سالمې او عادي سيالۍ روانې وي، خو ټول په سم لوري ګامونه پورته کوي. د چين د پرمختګ موخه د امريکا د ځای نيولو په مانا نه ده، بلکې غواړي، چې خپل خلک يې ښه او نيکمرغه ژوند ولري. چين هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې د چينايانو حقوق تر پښو لاندې کړي.

په حقیقت کې د امريکا رښتينی سيال خپل ځان دی.

 ځينو امريکایي سياستوالو د علومو، تخنيکونو او اقتصادي پرمختګ له اصولو څخه سرغړونه کړې او د سيالۍ په پلمه يې پر چين تورونه لګولي، چې دا به په اقتصاد، ښوونې، علومو او تخنيکونو کې د چين او امريکا ترمنځ همکاريو او د امريکا ځاني ګټو ته زيانونه ورسوي.

چينايان هيله لري، چې ځيني امريکايي سياستوال د چين پرمختګ ته په منطق او سم نظر وګوري او ياده مسوده لغوه کړي.