امريکايان د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو څخه ملاتړ کوي
CMG2022/02/11 16:04:28
شريکول:

د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې ښې او منظمې روانې دي او د لوبغاړي په ډېر ښه چاپيريال کې لوبېږي. ځينو امريکايانو د چين ميډيا ګروپ له خبريالانو سره په مرکو کې ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو تر سره کېدل د بېلابېلو هېوادونو يووالی ښيي او دوی له دغو ژمنيو لوبو څخه ملاتړ کوي او د لوبغاړو زړه راښکونکو نندارې ته سترګې په لار دي. 

امريکايانو ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د لوبغاړو لپاره يو ښه فرصت برابر کړی او دوی د چين د هڅو ستاينه کړې.

يو امريکايي په مرکه کې ويلي، چې نړۍ پاشل شوې، خو اولمپيک لوبې د ټولو هېوادونو خلک يووالي ته رابولي او بېلابېل هېوادونه بايد د نړيوال کېدو له لارې ښه تماسونه او راشه درشه ولري او اتفاق او يووالی دې وساتي.