پوتين: امريکا او ناټو بايد د روسيې د امنیت ساتلو لپاره پوره او قانوني ضمانتونه ورکړي
CMG2022/02/11 11:14:34
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتین د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه د دغه هېواد د ډيپلوماتانو ورځې په مناسبت ټولو ډيپلوماتانو ته  مبارکي ویلې ده. هغه په خپلو خبرو کې له امريکا او ناټو څخه غوښتي، چې د روسيې د امنیت ساتلو لپاره بايد پوره او قانوني ضمانتونه ورکړي. 

د روسيې د ولسمشرۍ ويبسايټ په همدې ورځ د پوتين د مبارکۍ پوره پيغام خپور کړی دی. پوتین په اشارې ويلي، چې اوس نړیوال وضعیت مخ په ترینګلي کېدو او د ستراتيژيک امنیت د ساتلو او د ممکنو ګواښونو سره د مقابلې په برخو کې بايد نور زیات کوښښونه ترسره شي، نو روسیه له امريکا او ناټو څخه غواړي چې د روسيې د امنیت ساتلو لپاره پوره او قانوني ضمانتونه ورکړي. (هيله)