چين او امريکا به په نژدې راتلونکې کې چين ته د امريکا د پخواني ولسمشر نيکسون د سفر د ۵۰مې کليزې د يادونې لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره کړي
CMG2022/02/11 11:10:57
شريکول:

روان کال چين ته د امريکا د پخواني ولسمشر نيکسون د سفر يعنې د شانګهای اعلاميې د لاسليکولو له ۵۰مې کليزې سره برابر دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ د ۱۰مې نيټې له غرمې وروسته يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې چين او امريکا به په نژدې راتلونکې کې په دې اړه يو لړ فعاليتونه  تر سره کړي او په ګډه به د تاريخ يادونه او د راتلونکي په اړه نظريې څرګندې کړې. چين به پر وخت اړوند معلومات خپاره کړي.

جاو لي جيان وويل، چې د شانګهای اعلاميه د چين او امريکا لخوا لاسليک شوې لومړۍ اعلاميه ده. د دغې اعلاميې له مخې، د دواړو هېوادونو تر منځ په اړيکو کې اصول تصديق شوي، په ځانګړې توګه د يو چين د پيژندلو اصول د چين او امريکا د اړيکو د عادي کېدو او د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو سياسي بنسټ ګرځيدلی دی.