د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د شري پېښې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي
CMG2022/02/12 14:25:45
شريکول:

 د روغتيا نړيوال سازمان پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه خبر ورکړ، چې په افغانستان کې د شري د پېښو شمېر په چټکۍ سره زيات شوی دی. په ۲۰۱۹م او ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې شري ناروغۍ په ټیټه کچه خپره شوې، د ۲۰۲۱م کال د جولای تر پایه پورې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د شري د پېښو شمېر زیات شوی دی. د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر ۲۹مې نېټې پورې، په افغانستان کې د شري ۳۵۳۱۹ شکمنې پېښې او ۱۵۶ مړینې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۳۲۲۱ یې تایید شوي او په سلو کې ۹۱ یې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، که څه هم د مړینې کچه نسبتا ټیټه ده، خو د روان کال په جنوري کې په افغانستان کې د شري د پېښو شمېر په چټکۍ سره لوړ شوی او ممکن په راتلونکو څو اوونیو کې د مړینې شمېر ډېر لوړ شي.