د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په يوولسمه نېټه د امريکا، جاپان، هند او استراليا د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل، سړه جګړه له اوږدې مودې راهيسې پای ته رسېدلې ده او د چین د مخنيوي لپاره د تش په نامه اتحاد د جوړېدو هڅې د منلو وړ نه دي.
څو ورځې مخکې د امريکا، جاپان، هند او استراليا د بهرنيو چارو وزيرانو په ميلبورن کې د څلور اړخيزې همکارۍ ميکانيزم د ژورتيا او د چين د زياتېدونکي ځواک په اړه څلور اړخيزې امنيتي خبرې اترې تر سره کړې. جاو لي جيان په دې اړه وويل چې د امريکا، جاپان، هند او استراليا له خوا د څلور اړخيز ميکانيزم په نامه ياد شوی ميکانيزم په اصل کې د چين د مخنيوي او د امريکا د تسلط د ساتلو لپاره يوه وسيله ده. دا په مصنوعي ډول د ټکر لامل ګرځي او نړیوال پیوستون او همکارۍ کمزورې کوي.
جاو لي جيان پر دې ټينګار وکړ، چې اړوند هېوادونه بايد په بشپړه توګه د سړې جګړې پخوانی ذهنيت پرېږدي او د اسيا د ارام سمندر سيمې د سولې او ثبات لپاره رغنده ګامونه واخلي.