د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په ۱۱ مه نېټه په پلازمينه بېجينګ کې ويلي، چې چين نړۍ ته د ساده، خوندي او ښايسته اولمپيک لوبو د جوړولو ژمنې پوره کوي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د نړيوالو ستاینې ډېرې دي.
د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې اوس روانې دي. په دې وروستيو کې د ځينو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو د چين ستاينه وکړه، چې د اولمپيک روحيې ته پرمختګ او وده ورکولو او د انسانانو د يووالي او دوستۍ د پياوړتيا لپاره کوښښونه کوي.
جاو لي جيان وويل، چې ډېرو نړيوالو سياستوالو ويلي، چې د بيجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د انسانانو د هوډ، يووالي او نېکمرغۍ ارمان پوره کړي. د کرونا وبا او پر وړاندې یې د مبارزې پر مهال د دغو لوبو جوړول د چين ستر توان ښکاري کوي. د یادو وړ ده، چې ځينو سياستوالو هم د دغو لوبو د پرانيستونکو مراسمو او د چمتوالي د کارونو ستاينه کړې ده.
(مينه)