پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۱مه، د امریکا ولسمشر جو بایډن یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په امريکا کې کنګل شوي د افغانستان د مرکزي بانک ۷ ملیارډه ډالره د "9.11" پېښې قربانیانو ته د خسارې ورکولو او له افغانستان سره د مرستې لپاره وکارول شي. د افغانستان د لنډ مهالي حکومت ویاند محمد نعیم د دې فرمان په ځواب کې وویل، چې د بایډن دا اقدام د افغانانو د شتمنیو غلا کول دي.