د روسیې او بریتانیا د دفاع وزیرانو د اروپا د پوځي او سیاسي وضعیت په اړه خبرې وکړې
CMG2022/02/12 14:27:34
شريکول:

د روسيې د دفاع وزير شويګو د فبرورۍ په ١١مه نېټه په مسکو کې د بريتانيا د دفاع له وزير والس سره په ليدنه کې د اروپا د اوسنيو پوځي او سياسي حالاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاريو په اړه خبرې اترې وکړې.

شویګو وویل، په اروپا کې پوځي او سیاسي وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي او هیله ده، چې لویدیځ هېوادونه به په اروپا کې د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي او اوکراین ته د وسلو ورکول ودروي. دغه راز په دې کتنه کې، والیس له روسیې سره د اوکراین، افغانستان، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نورو علاقې وړ مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې.