د امريکا دفاع وزارت پر سپيڼې ماڼۍ نيوکه وکړه، چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په ترڅ کې د ګډوډۍ سبب شوه
CMG2022/02/12 14:45:03
شريکول:

امريکا د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستان څخه خپل پوځ ايستلی، چې په ترڅ کې يې د ګډوډۍ حالت ټولې نړۍ ته ښودلی دی. له دې نه وروسته د امريکا سپينې ماڼۍ، دفاع وزارت او د استخباراتو  ادارې يو پر بل نيوکې کړي او له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د بې وخته وتلو پړه یې پر یو بل اچولې ده.. د امريکا پنټاګون تېره اونۍ يو راپور خپور کړ، چې يو ځل بيا یې د ګډوډۍ د لامل په اړه سپينې ماڼۍ ته اشاره کړې ده. 

د روسيې د RTخبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې په روانې اونۍ کې د امريکا د دفاع وزارت لخوا له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په اړه مشخص راپور تر لاسه کړ. په دغه راپور کې، چې دوه زره پاڼې لري، ليکل شوي، چې له افغانستان څخه د وتلو  اړوند پوځي مسئولينو د امريکا پر حکومت نيوکه وکړه، چې په پر له پسي ډول يې  د وتلو په فعاليتونو کې لاسوهنه کړې او د دوی پر پاملرنې يې بدې اغيزې  کړي، نو دوی ونشوای کولای، چې په بېړه کارونه بشپړ کړي.

له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په درشل کې په کابل کې د امريکا د سمندري پوځ بريد جنرال پيټر واسيلي وويل، چې په سپيڼې ماڼۍ کې نسبت نسبتاً هره ورځ هر کس نوې غوښتنې وړاندې  کوي. نه يوازې د امريکا ولسمشر جو بايډن او د ده  مېرمن، بلکې د امريکا د پارلمان غړو او خبريالانو په شمول شخصيتونو پر دوی فشارونه اچولي، چې ژر خپل کسان بېرته  امريکا ته  ولېږي.  له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په اوولس ورځنيو فعاليتونو کې د دغو فعاليتونو پوځي مسئولينو په زر ګونو زنګونه ، مسيجونه او بريښنايي ايميلونه تر لاسه کړي دي. نو دوی  مجبور شول د همغږۍ ځانګړي ګروپونه جوړ  کړي، چې دغه مسيجونو ته ځواب ووایي .

واسيلي په تکرار ډول پر دې ټينګار کړی، چې د امريکا د مشرتابه غوښتنې د مخابراتو له  سرچينو په استفاده شوي ، چې په اصل کې ډېرې کمې وې. د ده په نظر په هغه وخت کې د ګډوډۍ حالت د دغو کسانو له مسلسلو غوښتنو او فرمانونو سره تړاو لري.

خو د امريکا د بايډن حکومت له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو د ناکامېدو پړه د ټرمپ پر حکومت اچولې  ده. بايډن په خپله وينا کې پر دې ټينګار کړی، چې هغه د ولسمشرۍ دندې د پيل کولو په وخت کې له پخواني ولسمشر ټرمپ څخه د امريکا او د طالبانو لخوا لاسليک شوی تړون واخيست.

د امريکا د خبري رسنيو په قول د امريکا د استخباراتو ادارې اړوندو مامورينو له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو مخکې سپينې ماڼۍ او پانتاګون ته خبرداری ورکړ، چې د افغانستان حکومت ښايي ژر سقوط شي، خو دغه خبرداري ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.  په افغانستان کې د مېشت امريکايي پوځ د قومندانۍ پخواني پوځي مشاور ميدګلي ويلي، چې موږ اورو ټول کسان یو پر بل پړه اچوي او یو پر بل نیوکه کوي.  

د امريکا د پوځي چارو پوهانو د امريکا د بېلا بېلو خواوو د يادو کړنو په هکله ويلي، چې د امريکا حکومت او امريکايي پوځ بايد د افغانستان د مسئلې په اړه د تګلارو د ناکامۍ په ترڅ کې پر خپلو تېروتنو له سره فکر وکړي، خو اوس يوازې يو پر بل پړه اچوي او دا د شرم خبره ده.