د امريکا لوبغاړې: د اولمپيک ژمنيو لوبو په کلي کې د چين خوراکونه تر ټولو خوندور او مزه دار دي
CMG2022/02/13 14:40:07
شريکول:

د امريکا د سکي وهلو ۱۸ کلنه لوبغاړې تيسا ماود د فبرورۍ پر۱۱مه د امريکا خبري رسنۍ ته ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په کلي کې چيني خوراکونه تر ټولو خوندر او مزه دار دي.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د انتظامي کميټې د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو ته د استوګنځايونو د ترتيبولو سر بيره ښه خوراکونه هم برابر کړي دي. دغې کميټې په ځانګړې توګه د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو د ۶۷۸ ډوله خوراکونو لېست جوړ کړی.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کلي په خوړنځایونو کې د نړيوالو خوراکونو برابرولو لپاره زيات ځایونه جوړ شوي، چې د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو د خوښي خواړه اوغوښتنې په کښې پوره کيدای شي.

څرنګه چې د اولمپيک ژمنۍ لوبې د چين د پسرلني اختر په درشل کې پيل شوي، نو د دغه دوديز اختر په اړه ځانګړي خوراکونه هم د لوبغاړو لپاره چمتو شوي دي.