د فرانسې ولسمشر د اوکراين د حالاتو په هکله د روسيې، اوکراين او جرمني له مشرانو سره ټليفونې خبرې وکړې
CMG2022/02/13 14:37:55
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د فبرورۍ پر ۱۲مه په جلا جلا توګه د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين، د اوکراين ولسمشر ولاديمير ځيلينسکي او د جرمني له صدراعظم ولاف سچولز سره ټليفونې خبرې وکړې او د اوکراين د حالاتو په هکله يې هر اړخیز بحث وکړ.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د مکرون او پوتين تر منځ ټليفونې خبرې د روانې مياشتې پر ۷مه د دواړو مشرانو له کتنې وروسته دوام لري. دواړو خواوو د مينسک تړون د تطبيق لارې او د اروپا د امنيت او ثبات په شمول د مسئلو په هکله بحث وکړ او څرګنده يې کړه، چې په دې اړه به خبرې اترې دوام ولري. مکرون پوتين ته د اوسنيو حالاتو په هکله د اروپايي ټولنې د هېوادونو انديښنې څرګندي کړي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې د مکرون او سچولز تر منځ ټليفونې خبرې د اوکراين بحران حلولو لپاره د فرانسې او جرمني تر منځ د نژدې همغمږۍ يوه برخه ده چې د دواړو هېوادونو موقف يو شان دی.

د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ ويبپاڼې د خبر له مخې، پوتين د فبرورۍ پر ۱۲مه له مکرون سره په ټليفونې خبرو کي ويلي، چې امريکا او ناټو د امنيت ضمانت په اړه د روسیې وړانديز ته واقعي ځواب نه دی ورکړی او ځيني لويديځ هېوادونه نه غواړي د اوکراين حکومت وهڅوي، چې د مينسک تړون اجرا کړي.