سل مليونو امریکایانو د بېجينګ د اولمپيک ژمنې لوبې کتلي دي
CMG2022/02/13 14:30:23
شريکول:

د فبرورۍ پر ۱۲مه نېټه د بېجينګ د اولمپيک د ژمنیو لوبو په عمومي مرکز کې د سیاليو په هکله اتمه نوبتي خبري ناسته تر سره شوه. د اولمپيک د نړيوالې کميټې مطبوعاتي وياند په دې خبري ناسته کې وويل چې د دغو لوبو د ليدونکو شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

د اولمپيک د نړيوالې کميټې مطبوعاتي وياند مارک ادامس وويل چې د فبرورۍ له لسمې نيټې نه مخکې شاوخوا ۵۱۵ مليونه چينايي لیدونکو د چين د سي اېم جي له لارې يادې لوبې کتلي او په امريکا کې سل مليونه امریکايانو د اېن بي سي د نړيوالې شبکې په وسيله دغه لوبې کتلي دي.

د بېجينګ د اولمپيک د تشکيلاتي کميټې اړوند مسئول د دغو لوبو په کلي کې د تاسيستاتو، د لوبغاړو د خوراکونو، ساعتېرۍ او طبي ضمانت په باب معلومات وړاندې کړل. په بېجينګ کې د اولمپيک ژمنيو لوبو کلي مسؤل شن چيان فان وويل چې دغه کلی له سياليو پرته تر ټولو لوی سټيډيوم دی او د لوبغاړو کور هم دی. زمونږ رسټورانټ د بېجينګ هیلۍ په شمول ډېر زيات خوند ور خواړه برابروي، تر څو لوبغاړي په سياليو کې د ګډون ترڅنګ له چيني خوړو څخه خوند واخلي.(غاټول