راپور: امريکا باید بیړنی روغتیايې توان پياوړی کړي
CMG2022/02/13 10:54:31
شريکول:

د امريکا د حکومت د حساب غوښتلو دفتر د کرونا وبا پر وړاندې د دغه هېواد د مبارزې د وضعيت په اړه نهم راپور خپور کړی او په کښې يې د بېړنيو روغتيايي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې، د دغه هېواد د روغتيا او عامو خدمتونو وزارت کارونه ډېر کمزوري بللي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د امريکا د حکومت د حساب غوښتلو دفتر له تېرو لسو کلونو راهيسې د بېړنيو روغتيايي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د روغتيا او عامو خدمتونو وزارت کارونه څارلي او پدې باور دی، چې ددغه وزارت اداري توان ډېر کمزوری دی او په دغه هېواد کې د H1N1 انفلونزا ، ايبولا او  روانې کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې د کمزورېدو سبب شوی دی.

په دغه راپور کې همدارنګه زياته شوې، چې پدې وروستيو کلونو کې د سختې هوا له امله رامنځته شوي طبيعي پېښې زياتې او نوي ويروسونه هم رامنځته شوي دي، دغه طبيعي پېښې او نوي ويروسونه د کرونا وبا په شان د نړۍ لپاره ډېر خطرناک دي، که ياد وزارت له دغو بېړنيو پېښو سره د مبارزې لپاره ښه چمتوالی  نه شي نيولای، نو د اقتصاد او ټولنې د عادي کېدو بهير به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.