د روسيې د دفاع وزارت چارواکو په دې هېواد کې د امريکا د سفارت له پوځي اتاشې سره وکتل
CMG2022/02/13 14:28:56
شريکول:

دا چې د امريکا د سمندري پوځ اوبتل د روسيې پر سرحداتو تېری کړی، د روسيې د دفاع وزارت چارواکو د فبرورۍ پر ۱۲مه نېټه په دې هېواد کې د امريکا د سفارت له پوځي اتاشې سره وکتل.

د روسيې د دفاع وزارت پر دې ټينګار کړی چې د امريکا د اوبتل کړنه له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او د روسيې ملي امنيت يې ګواښلی دی. روسيه به د ملي امنيت د تضمين لپاره په خپله سمندري سيمه کې هر ډول احتمالي تدبيرونه ونیسي.

د امريکا د سمندري پوځ يو اوبتل د فبرورۍ پر ۱۲مه نېټه د روسيې د پوځي تمرينونو په موده کې د دغه هېواد سمندري سيمې ته ننوتلی دی، روسي اوبتل سمدلاسه امريکايي اوبتل ته خبرداری ور کړی چې ژر دي له سيمې څخه ووځي، خو امريکايي اوبتل دې ته هېڅ ځواب نه دی ورکړی.(غاټول)