امريکا د افغان ملت د کنګل شويو پيسو نيمايې برخه د سپټمبر ۱۱ پېښې د قربانيانو کورنيو ته ورکوي
CMG2022/02/13 14:36:59
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن فرمان لاسليک کړی چې په دغه هېواد کې به د افغانستان کنګل شويو شتمنيو نيمه برخه يعنې ۳ مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره د امريکا هغو وګړو ته ورکړي چې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې په پېښه کې يې زيان لیدلي او قرباني شوي دي. افغان ولسونو د فبرورۍ پر ۱۲مه نېټه په کابل کې د يادې پرېکړې پرضد لاریون وکړ او ويې ويل چې دغه پيسې د افغانانو حق دي او په افغانانو پورې اړه لري.

د خبر له مخې لاريون کوونکي د کابل د يوه جومات په څېرمه کي راغونډ شوي  او له امريکا څخه يې هغو افغانانو ته د تاوان ورکولو غوښتنه کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې په جګړې کې وژل شوي دي. افغان مرکزي بانک هم له بايډن څخه غوښتنه وکړه چې ياده پرېکړه لغوه کړي او کنګل شوي پيسې دغه بانک ته ورکړي.

د يوې شمېرنې له مخې په افغانستان کې څه باندې يو ملیون ماشومان له خوراځواکۍ او ۲۳ مليونه وګړي له سختې لوږۍ سره مخ دي.

(غاټول)