د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين ولسمشر ولاديمير
زيلنسکي د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه د اروپايي شورا له رئيس روبيرټا ميسولا سره د
اوکراين د منيتي وضعيت په اړه ټليفونې خبرې کړې دي.
د اوکراين د ولسمشر ويبپاڼې په همدې ورځ د يو خبر په خپرولو سره ويلي، چې زيلنسکي په ټليفوني خبرو کې ميسولا ته د اوکراين امنيتي حالات او د خبرو اترو په اوسني چوکاټ، په تېره بيا د ((نورماندي)) په چوکاټ کې د سيمه ييزو حالاتو د ښه والي لپاره د اړوندو خواوو کوښښونه ستايلي او د سولې او ثبات د بيا اعادې لپاره يې د ډيپلوماتيکو کوښښونو پر اهميت ټينګار کړی دی.
ميسولا ويلي، چې اروپايي ټولنه د اوکراين له ملي حاکميت او د خاورو تماميت او د دغه هېواد لخوا وړاندې شوی د اروپا-اتلانتيک هيلې له پلان کلک ملاتړ کوي. (شکريه)