چين د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره ۴۳ ميدانونه جوړ کړي
CMG2022/02/14 14:58:02
شريکول:

په چين کې اوس د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنۍ لوبې روانې دي.

د چين د حکومت شمېرنې ښيي، چې د تېر ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې يې د هيواد په ۱۹ ښارونو کې د يادو لوبو په اړه د کلتوري نندارتونونو، عامو خلکو ته د يخ لوبو د ورپېژندلو او يو لړ نورو کلتوري فعاليتونو د ترسره کولو لپاره ۴۳ ځانګړي ميدانونه جوړ کړي دي.
چين په پلازمېنې بېجينګ او جانګ جیا کو ښارونو کې هم درې اولمپیک پارکونه جوړ کړي او د دغو ښارونو د سپورټي، کلتوري او سېلانيزو  چارو پرمختګ ته يې خوځنده ځواک ورکړی دی.