د چين او مکسيکو مشرانو د دواړو هېودونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ۵۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته پيغامونه وليږل
CMG2022/02/14 11:32:56
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د مکسيکو ولسمشر اندريس مانويل لوپيز اوبرادور د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو ترمنځ د ټينګېدو ۵۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د چين او مکسيکو ترمنځ د اړيکو ټينګښت ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشر لوپيز سره د دواړو هېودونو د سياسي اړيکو د ۵۰مې کليزې په پار د خپلمنځي دوستۍ او همکاريو د پياوړتيا او ګډ پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې لا پراخې کړي، څو د دواړو هېوادونو خلک د اعتماد وړ ملګري پاتې او له ګډ پرمختګ څخه برخمن شي.

لوپيز اوبرادور په خپل پيغام کې له چين مننه کړې، چې د کرونا وبا ضد مبارزې کې يې له مکسيکو سره متقابلې مرستې کړې دي. نوموړي ويلي، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې د زمانې له جريان سره يو ځای د پرمختګ په حال کې دي او خلکو ته به نورې زياتې ګټې ورسوي.