د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين
د بنسټيزو تاسيساتو وزارت د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي،
چې د دغه هېواد فضايي قلمرو مو نه دی بند کړی او پر هغو هوايي شرکتونو، چې اوکراين
ته تګ راتګ کوي، بنديزونه نه دي لګېدلي. نوموړي ويلي، چې د اوکراين زياتره هوايي
شرکتونه په عادي ډول خپلې چارې تر سره کوي. (شکريه)