امريکا په سپين سترګۍ د افغانانو شتمني لوټ کوي
CMG2022/02/14 15:22:30
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن څو ورځې مخکې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ویشلو اجرايوي فرمان لاسليک کړ، چې له مخې به يې په امريکا کې د افغانستان د مرکزي بانک(د افغانستان بانک) کنګل شوي ۳.۵ ميليارډه ډالره د سپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانيانو ته د غرامت يا خسارې ورکولو او ۳.۵ ميليارډه ډالره به له افغانستان سره د مرستې لپاره وکارول شي.

 د بايډن دغه فرمان د ګردې نړۍ پراخه پاملرنه راجلب کړې او نړيوالې ټولنې ته يې ټکان ورکړی دی. د امريکا حکومت په سپين سترګۍ د افغانانو شتمني لوټ کوي او له دغې کړنې يې د دغه هېواد د زورواکۍ او لوټمارۍ رښتينې څېره   ښکاره کيږي.

کله چې طالبان د تېر کال په اګیست کې واک ته ورسېدل، نو د امريکا حکومت په  بهر کې د افغانستان بانک څه دپاسه ۹ ميليارډه ډالره شتمني کنګل کړه، چې په دې جمله کې شاوخوا ۷ میلیارډه امريکايي ډالره د امريکې په بانکونو کې دي.

حقیقت دا دی، چې دا د افغانانو پیسې دي او امريکا د دغو پیسو د کارولو هېڅ حق نه لري. که څه هم د امريکې حکومت ویلي، چې د افغانستان دغه پیسې د نړیوالو مرستو له لارې راغونډې شوي، خو په عمده توګه د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک لخوا ورکړل شوي او د سپيڼې ماڼۍ لخوا د بادارۍ دا کړنه بيخي د منلو وړ نه ده.

بايډن ویلي، چې له یادو ۷ میلیارډو امريکايي ډالرو څخه نیمه برخه یعنې ۳.۵ میلیارډه ډالره به د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانيانو کورنیو ته د غرامت په ډول ورکړل شي. د امريکې دا دليل بې ځایه دی او ترې ښکاري، چې د امریکا حکومت د سپټمبر د ۱۱مې پېښې تر ۱۶ کلونو وروسته یعنې له ۲۰۱۷م کال څخه په دغه پېښه کې د قربانیانو کورنیو ته د جبران ورکولو بهیر پيل کړی دی.

 د یادولو وړ ده، چې د امریکا حکومت په ۲۰۱۹م کال کې د قانون د اصلاحاتو له لارې د قربانیانو د کورنۍ چوکاټ تائيد کړی، یعنې د کورنۍ غړي غرامت ترلاسه کولی شي، خو نور خپل خپلوان يې دا حق نه لري.

ځينو قهريدلو امريکايانو د امریکا محکمې ته د حکومت ضد دعوا وړاندې کړې ده.  هغه وکیل، چې د دوی د وکالت دنده پر غاړه لري، په ۲۰۲۰م او ۲۰۲۱م کلونو کې د امریکا حکومت ته بده معامله وړاندې کړه، چې افغان طالبان هم تر محاکمې لاندې ونيسي او په امريکا کې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمه شوې پیسې د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د جبران په توګه ورکړي او د امريکا حکومت د دغو پیسو د ویشلو اجازه لري.

 د دوی دغه بې شرمه کړنه د امريکا د ځينو شخصیتونو لخوا هم نه ده منل شوې. د امریکا يوه چارواکي څو ورځې مخکې د سپينې ماڼۍ په یوه خبری ناسته کې د خبریالانو اړوندو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې شرم او خجالت څرګند کړی دی.

 د امریکا حکومت ولې دا بې شرمه کړنه ترسره کوي؟

د امريکا پر وړاندې اوسمهال یو لړ سختې ستونزې موجودې دي او د ساري په توګه یې دا ځينې ستونزې يادولی شو.

 په امريکا کې د کرونا وبا د خپرېدو حالت ډېر سخت دی او ټول امريکايان يې  سخت ځپلي دي، د پیسو پړسوب يا انفلانسيون يې مخ په سختېدو دی، د امريکا له حکومت څخه د امریکایانو د ملاتړ انډول ډېر ټيټ شوی او د ډېرو پورونو له امله د امریکا زېرمې هم  کافي نه دي.

د امريکا ولسمشر د دغو ننګونو پر وړاندې پاتې راغلی او خپل عقل يې کار ورته پرېښودلی، نو ځکه يې یادې معاملې ته اجازه ورکړې او اړوند فرمان يې لاسليک کړی دی. 

په افغانستان کې اوس د بشري بحران حالت ډېر خراب دی او دغه پیسې بايد د افغانانو لپاره وکارول  شي.

امریکا د نړۍ د تر ټولو لوی او پياوړي هېواد په توګه، په بې شرمه توګه د افغانانو پیسې لوټ کوي او دغه کړنه يې د نړیوالې ټولنې له پراخ مخالفت او غندنې سره مخ شوې ده.