د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل صدراعظم نافتالي بينيت د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه اعلان کړی، چې د اسرائيل د ۲۰۲۱م کال د اقتصادي پرمختګ اندازه ٪۷ زياتوالی ښيي.
نوموړي په همدې ورځ د اسرائيل د کابينې په يوه غونډه کې ويلي، چې که څه هم اسرائيل په ۲۰۲۱م کال کې د کرونا وبا د ډالټا او اوميکرون ويروسونو له منفي اغېزو سره مخ و، خو د لوړې ټکنالوژۍ د صنايعو د سمسورتيا او د منځني ختيځ له ځينو هېوادونو سره د خپلو اړيکو د عادي کېدو په رڼا کې يې ښه اقتصادي پرمختګ کړی دی.