د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو نيمې سيالۍ پای ته رسيدلې دي.
څو بهرنيو خبري رسنيو د دغو لوبو په ترڅ کې د ډيجيټلي چيني پيسو کارونې ته پاملرنه اړولې ده.
فورچون مجلې په وروستيو کې خبر ور کړی، چې له ۱۹۸۶م کال راهيسې د اولمپيک د ژمنيو لوبو په سټوډيومونو کې يوازې نغدې پيسې او ويسا کارډ کارول کيده، خو په ۲۰۲۲م کال کې دغه حالت بدلون موندلی دی.
ياده مجله وايي، چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي، خبريالان، کارکوونکي او نور مشتريان د شيانو اخيستلو پر وخت د نغدو پيسو له کارولو پرته ډيجيټلي چيني پيسې هم کارولی شي. چين د اولمپيک ژمنيو لوبو په ترڅ کې نړيوالو ته د ډيجيټلي چيني پيسو اغيزه ښکاره کړې ده.
(غاټول)